لیک : جعفر هاند
دا دویم ځل دی چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي. تېر ځل په ۲۰۱۸ کې وتلې وه چې په استرالیا یې وبایلله او دا ځل مو ځوانان له انګلنډ سره مخامخ دي.
انګلنډ په کوارټر فاینل کې له جنوبي افریقا څخه اسانه لوبه وګټله. د انګلنډ لوبډلې په دوو لوبو کې مقابلو ټیمونو ته تر ۳۰۰ ورپورته هدفونه ټاکلي او په لوی توپیر سره یې ګټلې.
د انګلنډ د سر توپ وهونکي جورج، جایکب او په خپله کپتان پریسټ یې ښه لوبغاړي دي.
پریست خو سلیزه هم وهلې او اف بریک بال هم کوي. مډل ارډر او لوی مډل ارډ توپ وهونکي یې بیا د ټاپ ارډر په څېر ډېر ځلیدلي نه دي.
د یو اوپنر په ګډون دوه درې کیڼ لاسي توپ وهونکي هم لري. دوه اف بریګر او دوه/درې لیګ بریک بالران لري.
تر تېزو توپ اچوونکو یې ورو توپ اچوونکی ښه ځلېدلي دي. فیلډینګ یې هم ښه دی او د نړیوال جام د ګټلو یوه مدعي لوبدله بلل کېږي.
مګر، دوی باید دا خبره په ذهن کې وساتي چې په سیمه کې فاینل له افغانستان سره مخامخ دي، هغه افغانستان چې په دغه نړیوال جام په څلورو لوبو کې یې یوازې یوه بایللې.
د افغانستان توپ اچونه ډېره ستایل شوې ده او په بري کې یې ډېر رول د ورو توپ اچوونکو و. د سمیع بلال او نوید ځدران د تېزې توپ اچونې جوړه د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه بنسټ اېښودلای شي.
د افغانستان د سر توپ وهونکي ډېر کله ښه ځلېدلي نه دي، کپټان سلیمان ساپي سلیزه کړې او دوه دریو نورو توپ وهونکو بیا پنځوسیزې او یا تر ۴۰ ورپورته منډې کړې دي، په دې هیله چې سیمې فاینل کې تر تېرو لوبو ښه ولوبیږي.
د سري لانکانسره لوبه کې د افغانستان فیلډینګ فوق العاده و. په عمومي ډول د افغانستان لوبډله داسې یوه لوبډله ده چې د نړۍ د هرې بلې لوبډلې سره ښې لوبې کولای او ګټلای شي.
د توپ وهونکو یوه لویه ستونزه دا بلل شوې چې یوه او دوې منډې په اسانۍ نشي کولای او ډېر توپونه مس کوي. ځينې بالران یې بیا په حساس وخت کې په بال باندې کنترول له لاسه ورکوي او مخالف ټیم ته اضافي منډې ورکوي.
د سري لانکا خلاف لوبه کې افغانانو شاوخوا ۴۰ منډې اضافې ورکړې وې. دوی له هغې لوبې ورسته د ارام او په خپلو ستونزو د فکر کولو کافي وخت درلوده، ډاډه یم چې رووزنکو به په دې برخه کې ډېر کار ورسره کړی وی.
په هر حال، انګلنډ به پوهېږي چې له یو قوي سیال سره مخامخ دی او د افغان لوبغاړو په ذهنونو او زړونو کې له بري پرته بل څه نه تېریږي.


