پېښور کې پاکستاني عالمانو په یوه کلیسا کې لمونځ وکړ

0
92

ويب ډیسک

دوشنبې په ورځ   د مختلفو مدرسو سره تعلق لرونکو مسلمانانو عالمانو په پېښور کې  د عیسوي ټولنې او پادري ولیم سراج د وژل کیدو وروسته د هغه کورنۍ سره د خواخوږۍ  په وخت کلیسا کی لمونځ وکړ چې یوه ورځ مخکې په ایالت پلازمېنه کې وسله والو له لوری وژل شوه و.

 

په مذهبي چارو کې د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ طاهر اشرفي ویلي چې وزیراعظم عمران خان په شخصي توګه د دې موضوع څارنه کوی او عیسوي ټولنه به یوازی نه وي.

 

هغه زیاته کړه، «دولت باور لري چې د نن ورځې د لمانځه په شکل کې یو مثبت پیغام باید د کلیسا څخه انتقال شي.»

 

عالم وویل: «موږ غواړو نړۍ ته پیغام ورکړو چې موږ متحد یو، پر پادري برید پر هېواد برید و.»

 

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر طاهر اشرفي زیاته کړه چې برید باید «د اقلیت پر غړي برید، پر پاکستاني وګړي برید و ګڼل شي.»