لیکنه: محب ښېراز
د پښتون افغان په ټوله قامي سیاسي مبارزه کې بل یو داسي سیاسي ورکر مبارز نه لرو چې تر دې وړاندې یې ټول لروبر افغان په خپل شهادت باندې سره رایو ځای کړی وي اوټول قام یې زیات دړدولی وي او ټول قام یې د شهادت او نه شتون دړد د ځان دړد ګڼلی وي . او داسي بل شهید نه لرو چې په ۳۷ بیلابیلو هیوادونو کې یې غایبانه د جنازې لمنځونه ورپسې شوي وي .
د جنوبي پښتونخوا په ټول سیاسي شالید کې د بل سیاسي مبارز دومره لویه جنازه نه ده شوې څومره چې د جنوبي پښتونخوا اولس د افغان شهید ارمان شهید پر جنازه په قامي مینه او احساس سره راغونډ وو او جنازه یې د کلاسیف الله په تاریخي ښار د تلري نومې هدیره کې تر سره شوه .
دا ویاړ هم ارمان شهید په برخه شو چې په لومړي ځل یې د جنوبي پښتونخوا ټول سیاسي ورکر په خپله جنازه کې د وروڼو په شان سره راغونډ کړل او د یو سپېڅلې قامي میني او ورورولۍ احساس یې ورکړ .
د قامونو په ويښتابه کښې ډېري داسې کمې د چانس په حساب موقعې راځي چې قام ورباندې بې له څه متنازعې او مخالفته سره یو ځای شي او په یوه خوله ورباندې مثبت او د یووالي عکس العمل ښکاره کړي . دا ټول د دې شي عکاسي او غمازي کوي چې ارمان شهید یو ریښتنی قامي مبارز وو او د نوي کهول د پاره یې د بې غرضه مبارزې یو داسي بنیاد کښېښود چې د تل د پاره د تاریخ برخه و ګرځېدله .
د ارمان شهید ژوند : ارمان شهید په خپل مختصر ۳۹ کاله عمر کښې بیخی داسي سخترې وړي دي چې انسان حېران شي چې په دې نفسانفسۍ دور کښې هم داسي تکړه او کمټیډ انسانان پیدا کیدای شي .
ارمان شهید په بنیادي توګه په غریبه او خواریکښه کورنۍ کې په کال ۱۹۸۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د محمد اسماعیل لوڼي په کور کې سترګې پرانستلې دي په کوم کال کې چې د افغان ثور انقلاب ایله دوه کلونه پوره شوي وو. شاید دغه د انقلابي جبیلت اثرات یې په انساني ټولنیز او سیاسي جبیلت کښې ځنې خپل کړي وي چې د ارمان لوڼي شخصیت اوس خپل انقلابي جبیلت ثابت هم کړ .
افغان ثور انقلاب چې د افغان خاوري له غېږي راوتلی خالص افغاني ترقي پسند انقلاب وو او د نور محمد تره کي د خواریکښ شخصیت د کلکې او نه ستړی کېدونکې مبارزې برکت وو چې دا مبارزه په لومړي سر کې د ادبي سازمان ٫٫ویښ زلمیان٬٬ نومې تنظیم څخه په ۱۹۴۶م کال عیسوي کې پیل کیږي او بیا په لومړۍ جنورۍ ۱۹۶۵م کال عیسوي کښې په بشپړ توګه سیاسي او انقلابي ګوند ٫٫خلق ډیموکراټک ګوند افغانستان٬٬ باندې بدلیږي او د ثور پر اوومه د اپرېل د میاشتي پر ۲۷م په کال ۱۹۷۸م عیسوي کې د یو خلقي انقلاب ویاړ په خپل نامه کوي .
تعلیمي ژوند : ارمان شهید تقریباً په لومړیو کلونو کې د غربت له وجې له خپلې سیمي لوڼي څخه په اته کلنۍ کښې د تعلیم حاصلولو د پاره سنځاوۍ سیمې ته راغلی دی او د خپل ماما په کورکښې یې استوګنه خپله کړې ده او بیا یې تر لسم پوري په سنځاوۍ کښې تعلیم کړی دی .
له هغه وروسته یې د دولسم ټولګي سند له ډګري کالج بوري څخه تر لاسه کړی دی . خو د غربت له وجې یې نور رسمي تعلیم مخ په وړاندې ندي بیولی او ژوند یې له زیاتو ستونځو سره مخامخ شوی دی .یعني د دولسم کولو پس یې څوارلسم او شپاړسم هم د پرایوېټ آزموینو له لاري پاس کړي دي او بیا یې په رسمي توګه آیم فل له کوټې پوهنتون څخه کړی دی .
د تعلیم تر لاسه کولو په وختونو کښې یې ژوند له ډېرو ستړیو سره مخامخ شوی دی چې ناقابل بیان ستونځې ور پېښي شوي دي خو ارمان شهید د خپل قوي استقامت له لاري دا هر څه په ورین تندي زغملي او مخ په وړاندې تللی دی .
ټولنیز ژوند او روزګار:ارمان لوڼي خپل ستونځومن ژوند په ډېر تکړه اعصابو مخ په وړاندې بيولی دی ولي چې ارمان لوڼی په وروڼو کې مشر دی او دمشرتوب په خاطر یې د کورنۍ د معاشي هلو ځلو څخه هم ځان ندی سپمولی او له خپلې مطالعې کولو سره سره یې په مزدورۍهم لاس پوري کړی دی چې په لومړي وار یې خیاطي زده کړې ده او د خیاطۍ کولو په وسیله یې د معیشت کار برابرولو کار پیل کړی دی او خپل خاندان په کفالت کولو کې یې بشپړ ځان برخمن کړی دی .
په مېختر سیمه کې یې په یو پيټرول پمپ کښې هم د منشې په حیث کار کړی دی ، خو بیا هم په قرار ندی کښېنستلی او د څماولنګ د کویلې را کښلو په سخت ترین کار یې هم لاس پوري کړی دی او د کویلې په کانونو کښې یې د منشي په حیث کار کړی دی .
بیا یې له کشرانو ورڼو سره د ټرک د کلېنډرۍ مزدوري هم کړې ده له دې وروسته یېبیا چې کله هم شپاړسم کړی دی نو یې د بلوچستان پبلک سروس کمیشن له لاري د پښتو لیکچررشپ امتحان پاس کړ او په ۲۰۱۲م کال عیسوي کښې په کالج کښې د پښتو لیکچرر په توګه نوکري تر لاسه کړه او د استاد په توګه یې د پښتو ښونې وظیفه پیل کړې ده چې په لومړي وار یې د مېختر په انټر کالج کې وظیفه ترسره کوله بیا په ډګري کالج هندوباغ کې او بیا ډګري کالج کوټه سریاب روډ کې د ژوند تر آخري سلګۍ پوري د خپلې ژبې د ترویج او پروختګ له پاره وظیفه ترسره کوله .
ارمان لوڼی په خپل ټولنیز ژوند کې دومره حساس او خوږ پاته شوی دی چې د دې حساس او خواږه مزاج له وجې په خپله ټولنه او چاپېرچل کې داسي څوک نه شته چې د ارمان له ټولنیز ژوند او شخصي مزاج سره به اختلاف لري او منفي به یې ګڼې .
ارمان د دغې حساس مزاج له وجې ډېر مترقي او مثبت ذهنیت لرلو چې د ټولنې و هر سخت او منفي روایت ته یې بد ویلي دي که څه هم ارمان لوڼی یو قامپرست هم وو . خو دی روایتي قامپرست نه بلکې د ده په شخصیت کې قامي ترقي پسندي زیاته جوته ښکاره وه . د روایتي قامپرستو په شان یې د روایاتو پړدې روغي نه ساتلې بلکې د ترقي پسندۍ په چوکاټ کې یو قامپرست انسان وو .
د هغه یو مثال ډېر زیات واضح دی چې ارمان په دې دومره زیات ستونځمن ژوند کې هم په خپلو خویندو په ډېرو سختو شرایطو کښې تعلیم کړی دی او د خوند خبره خو دا ده چې د ادب او سیاست و میدان ته یې هم په خلاص مټ د وراوستولو ښه ویلي دي . د دې مثال وړانګه لوڼۍ او نرګس لوڼۍ د ده دوې خویندي دي چې څومره حقیقي قامي او ټولینز انساني ژوند باندې یقین لرونکی دی .
خو د عامو روایتي سیاسي مشرانو په شان د خبرو غازي نه دی پاته شوی بلکې د ښځينوو د حقوقو خبره یې په ژوند کې په عمل ثابته کړې ده . او دا د ارمان شهید د شخصیت یوه ستره ځانګړنه ده چې وړانګه لوڼۍ نن دلر وبر افغان یو ستر او تاریخي افتخار ثابت شوی دی .
سیاسي ژوند: ارمان شهید په خپل ژوند کښې و سیاست ته بشپړ وخت ورکړی دی له تاندې ځوانۍ څخه بیا د ژوند تر آخري سلګۍ پوري یې ډېر صفا، واضح ،او خالص قامي سیاست کړی دی .
دسکول له وختونو څخه د پښتونخوا ایس او غړی پاته شوی دی او بیا د پوهنتون تر وخته ښه په خوند قامي پارلماني سیاست کړی دی د پښتونخوا ایس او پر بېلابېلو ضلعي او صوبايي عهدو هم پاته شوی دی او تر آخري ژونده پوري د خان شهید د کاروان کلک غړی وو . خو کمال یې دا وو چې په ټول سیاسي ژوند کې د نرګسیت نه دی ښکار شوی او ټول عمر یې د پړدې شاته په پس منظر کې د اوریجنل قامي کاز د پاره خپله مکمله انرجي صرف کړې ده .
ارمان یو داسي کمیټد مبارز سیاسي ورکر پاته شوی دی چې هیڅ څوک به د هیلې او طمعې ،ویري، خواهش یا مهم جوی سیاست کول ورباندې ثابت نه کړي .دا چې سیاسي ژوند یې ټول له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره په وفادارۍ کې تېر کړی دی دا یې سیاسي مستقل مزاجي ثابتوي او یو کټر پښتو نېشنلسټک اپروچ یې ثابتوي .
ارمان لوڼی پر هیڅ یو بل ازم یقین نه لري بلکې یو مکمل پښتون افغان مترقي قامي کاز مني او د همدې خالص قومي کاز د پاره یې هر څه کړي دي او ځان یې هم نذرانه کړ. دا چې پښتون افغان جغرافیه ډېر اوږد سیاسي ،سماجي او ادبي تاریخي پس منظر لري او دې خاوري ډېر زیات کړاونه لیدلي دي او لا تر اوسه د تره ګرۍ تر نوي اوور لاندي وطن دی .
د نړۍ ټول زورور او سامراجي فیلان د افغان پر خاوره د خپل تاریخي اهمیت له وجې تاروزونه کوي او غواړي چې د افغان په بربادۍ کې ځانته د خپل بېشرمه سرمایه داریت ژغورنه وکړي خو افغان وطن دي تر اوور لاندي و ساتل شي . ارمان لوڼي هم دغه یوه خالصه قامي مینه او جذبه درلوده چې افغان وطن دي د نړۍ د هر زورور او سامراج څخه آزادي تر لاسه کړي او یو خپلواک او آزاد افغانستان دي استقلال ولري .
ارمان لوڼي هیڅ وخت پر افغان وطن د بل تاروز نه برداشت کولو او د دې ظلم په خلاف به یې د قامي مظلومیت خبره په خپل اولس کې په عملي توګه ژوندۍ ساتله او دا به يې ویل چې پښتون افغان ته د یووالي بغیر بله هیڅ لاره نشته هغه که پښتون ملا دی ، که قام پرست دی، که سوشلسټ دی او پارلماني سیاست کونکی دی .
ده به ویل چې یو وار خو باید موږ خپل یو خودمختار ریاست ولرو بیا که څوک پکې اسلام نافذ کوي او که سوشلزم یا بل ازم خو افغانانو ته د خپل ریاست جوړول په احمد شاهي جغرافیه کې راغونډول په کار دی .
ارمان هر وخت د افغانستان د نړیوال مظلومیت خبره کوله چې په نړۍ کښې تر افغانانو بل یو قام هم مظلوم نشته . د نړۍ زورورو ته به هر وخت مخاطب وو چې تاسو مداخلتونه بند کړی موږ افغانان په مزاج سره پوهیږو .
ادبي ژوند: ارمان لوڼی له سیاست کولو سره سره د ادبي ډګر هم یو کلک سنګر پاللی وو هغه خپل ادبي ژوند هم په سنځاوۍ کې پیل کړی دی او د شعرلیکلو فن یې درلودلی دی .
په ادبي ډګر کښې یې هم ښه په تکړه ورځ خواري کوله چې د پښتو د زدکړي میني دومره لېونی کړی وو چې له خپل ستونځمن ژوند سره یې دا کار هم تر هیڅ چا کم ندی کړی .
په سنځاوۍ کښې یې د پښتو ادبي بهیر بنیاد هم ایښی دی چې پکښې د زیارت او سنځاوۍ ملګري ادبي کار کوي . له دې پرته یې باقاعده معیاري ادبي کار هغه وخت پیل کړ چې د ۲۰۱۶م د نومبر په میاشت کې چې په بنو کې د غزل شپه جوړه کړې شوې او هم هلته د محب وزیر له خوا ،مسرور موسی خېل،محب ښېراز،ارمان لوڼی او فضل اشنا غوښتل شوي وو .
نو هم هغه وخت په دې سهار باندې زموږ د پښتانه مترقي لیکوال له ملګرو سره یو اوږد بحث وشو چې په نتیجه کښې موږ د پښتانه مترقي لیکوال ادبي نهضت قبول کړ او هم دغه پښتانه مترقي لیکوال ملګرتیا مو پيل کړه .
چې کله هم بیرته جنوبي پښتونخوا ته رالو نو مو کارپیل کړ او د ۲۰۱۷م د جنورۍ په لسم تاریخ مو په کوټه ښار کې د نواز قایل په صدارت کې غونډه وشوه او په دې غونډه کې د پښتانه مترقي لیکوال سوهېلي پښتونخوا کابینه و ټاکل شوه چې عصمت زهیر باچا یې صدر او ارمان لوڼی یې په لومړي ځل سیکرټري جنرل و ټاکل شول . له هم دې ځایه ارمان لوڼي په ادبي ډګر کې زیات جوت شو او چې د همدغه کال د اپریل د میاشتي پر۲۹م تاریخ د پښتانه مترقي لیکوال مرکزي کنونشن په ېښور سلاطین هوټل کښې وشو په دې کنونش کښې له ټولو اولسوالیو څخه تر شپېته زیات مندبین راغلي وو چې د دې ټولو ملګرو په اتفاق رایه ارمان لوڼی مرکزي جنرل سیکرټري وټاکل شو .
نو سم دستي یې په دې ډګر کې په خوارۍ لاس پوري کړ او ډېر ژر یې د پښتانه مترقي لیکوالو د ښځينو برخه هم د خپلې خور وړانګې لوڼۍ په ملګرتیا بشپړ کړه او په دې کار کښې هم بریالی شو او باقاعده د پښتانه مترقي لیکوال سوهېلي پښتونخوا زنانه برخه هم فعاله شوه او شفا کاکړه یې صدره و ټاکلې شوه .
چې په دې برخه کې یې کار هم زیات ګړندی سو او دوی هم په میاشت کې دوې ورځي مطالعاتي سرکلونه پیل کړل چې دا هم د سوهېلي پښتونخوا د تاریخ لومړنۍ بریا وه چې پښتانه مترقي لیکوالو په خپل نامه کړه . ارمان لوڼی هر اړخیځ شخصیت وو او بالکل یې دا ثباته کړې وه چې کوم څه به یې ویل نو هغه به یې کول هم . ارمان لوڼي خپله شاعري مکمله مزاحمتي شاعري کوله په ټوله شاعري کې يې یو داسي نظم یا غزل نشته چې په هغه کښې به قامي انقلابیت نه وي یا به پکښې د قامي غورځنګ مزاحمتي پېغام نه وي . په فني لحاذ یې شاعري هم په لږ وخت کښې د پخلي تر معراج رسېدلې وه .
له شاعرۍ سره سره ارمان لوڼي مزاحمتي افسانې هم لیکلې دي چې د ٫٫پاکستان زنده باد٬٬ افسانه یې زیاته مشهوره هم ده چې پکې مکمل قامي کاز او پښتون مظلومیت بیان شوی دی او یو سخت مزاحمتي پېغام لري . ارمان لوڼی په مزاحمتي ادب باندې زیات یقیني وو ځکه خو یې د ایم فل موضوع هم مزاحمتي وه .ارمان لوڼی یو ښه لیکوال او محقق هم وو چې د فولکلوري روایت پر موضوعاتو یې مقالې هم لیکلې دي لکه د درواۍ موضوع چې د سوهیلي پښتونخوا یو فولکلوریک روایت دی باندې ښه مقاله لیکلې ده ،
نور یې په بېلابېلو پښتو مجلو کې سیاسي او ادبي موضوعاتو باندې وخت په وخت مضامین چاپ شوي او ډېر ناچاپه هم سته . له دې سره د ژباړې په برخه کې هم کار پیل کړی وو چې یو کتاب یې ژباړلی خو ناچاپه دی . خپله شاعري یې هم تر اوسه ناچاپه پرته ده چې ملګري به یې کوشش چې چاپ یې کړي .
ارمان لوڼی په ټول لر و بر افغان وطن کښې هغه وخت زیات شهرت تر لاسه کړ کله چې د کال ۲۰۱۸م عیسوي د جنورۍ په میاشت کې د منظور پښتین په مشرۍ کې د خپلو بنیادي غوښتنو او ٫٫پښتون ته ژوندون غواړو٬٬ تر سر لیک لاندې د نقیب مسود له شهادت څخه وروسته اسلام آباد ته لاریون وکړ او هلته یې لس ورځي پرلت وکړ .
او د پرلت ختمېدو سره سم په سوهیلي پښتونخوا کښې هم د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ جلسې جوړي کړې شوې د نورو سوونو ځوانانو په شان ارمان لوڼی هم یو له هغو وو چې په سوهیلي پښتونخوا کښې یې د غورځنګ ملاتړ وکړ او ورسره یې په پوره اخلاص کار پیل کړ . او د لسم فرورۍ په ورځ د کوټې پریس کلب مخ ته د برکت شاه کاکړ په مشرۍ کې یو لاریون وشو چې ارمان لوڼی ورسره اوږه په اوږه ولاړ وو او په لومړي ځل یې خپله خور وړانګه لوڼۍ هم یو سیاسي لاریون ته راوستلې وه او په هم هغه لاریون کې وړانګې لوڼۍ خور هم یو کلکه په زړه پورې وینا وکړه چې ټول اورېدونکې یې حېران کړل . بیا له دې ځایه څخه ارماڼ په ټول لروبر کې و پېژندل شو . او دا هم د پښتون تاریخ لومړی سیاسي مبارز دی چې خپل شناخت یې له صلاحیتو لرلو سره هم نه جوړولو او و خور ته د پر مختګ زړه وکرړ او مکمله مرسته یې ورسره کوله . او دا لومړی پښتون ورور دی چې د خور له شهرت سره دی هم پېژندل کیږي .
دا هم یو شعوري کار وو چې ارمان لوڼي وکړ چې خور یې رامخته کړه خو دی شاته د یو خاموش مخلص پښتون سپاهي په توګه سرګرم پاته شو. ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ یو داسي نوم ورکی مبارز وو چې هیڅ وخت یې د سیاسي نرګسیت اظهار نه کړ وه او نه یې د نرګسیت یو مزاج لرلو . او دا کار خو یې ټول لروبر پر ده مئین کړ چې د غورځنګ هري جلسې ته به لس ورځې وړاندې تلی هلته به یې د جلسې د بریالیتوب د پاره نه ستړیکېدونکې مبارزه کوله .
یا چې به چیري د غورځنګ لاریون وو نو تر ټولو به دی اول حاضر ووورسره به د هري جلسې کمپاین ټول مېنېجمنټ د ده په غاړه وو او دغه رنګه د ۲۰۱۹م د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ پرلت ته هم پر وخت ځان ورسولو او د کراچۍ له پرلت څخه د بوري پرلت ته هم په دویمه ورځ ځان راوه رسولو او پرلت په څلورمه ورځ چې کله پرلت ختم شو نو د خپل کور په خوا راتلو چې د ریاست پاکستان ظالم پولیسو د کوم چا د پاره چې ارمان پرلت ورکړی وو هم هغهو پولیسود دویمې فرورۍ ۲۰۱۹م کال په سپینه ورځ په ښکاره بازار کښې په وهلو وهلو په شهادت ورسولو.
ارمان لوڼی یو داسي سنجیده قامي مبارز وو چې هیڅ وخت یې پر شا د تګ فکر هم نه کولی او ډېر پرامېد به وو چې ډېر ژر به افغانان خپل اختیار ولري او په نړۍ کښې به یو سیال ژوند ولري.
خو وخت وفا ونه کړه ارمان شهید په قامي کاز کې تر وخت له مخه له خپلو سپېڅلو قامي ارمانونو سره په ډېر دړدونکې شهادت له موږه په ارمان ولاړ. مرګ یې پر دښمن روح یې ښاد او یاد یې تل .
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
جولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ځایومه


