دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان انجونې موډلانې وايي چې اوس په پټه او ویره کې...

د افغانستان انجونې موډلانې وايي چې اوس په پټه او ویره کې ژوند کوي.

ویب ډیسک

هغه نجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د موډلانو په توګه کار کړی او د جامو په نندارتونو کې به یې برخه اخیسته وايي چې اوس په پټه او ویره کې ژوند کوي.

رویا ماریا، چې څو میاشتې وړاندې په ګران بیه او عصري جامو کې په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د جامو په نندارتونونو کې راڅرګندیده او د راتلونکي له پاره یې ډیر پلانونه لرل اوس د ځان ژغورنې په فکر کې ده او پټ ژوند کوي.

ماریا وایي چې له ویرې له کوره نه نشي وتلی او د موډلینګ جامې یې ټولې سوځولي دي. د طالبانو له راتلو مخکې ماریا د هغو ګوتو په شمیر ښځو له ډلې وه چې خپله یې موټر چلوو خو اوس وایي چې له نارینه محرم پرته له کوره نشي وتلی او اجازه نه لري موټر وچلوي.

رویا وویل: «پرون زه د کار لپاره بهر تللم. که څه هم ما خپل مخ پټ کړ او عربي حجاب مې اغوستی وو، طالبانو مې ټکسي ودروله او ماته یې وویل له موټره ښکته شم. هغوی ما ته په غلطو الفاظو وویل چې زه ولې له محرم پرته له کوره وتلې یم، ماته یې ګواښ وکړ چې که له محرم پرته له کوره ووځم نو سزا به راکړي.»

رویا د خپل دوه کلن موډلینګ په موده کې له پاکستانيو نجونو او هلکانو سره خپرونې درلودې. نوموړې وايي چې په پاکستان کې یې هم د کټواک سټېج کې افغاني جامې نندارې ته وړاندې کړي.

دغه افغانه نجلۍ د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او وايي چې مور او پلار یې زاړه دي او یو ورور یې ناروغ دی او دا چې اوس هیڅ عاید نه لري. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې مخکې د طالبانو له راتلو هم د نجونو موډلینګ ننګونګې درلودې.

که څه هم په وروستیو کلونو کې ډیرو نجونو او هلکانو په افغانستان کې موډلینګ ته مخه کړې وه خو ډیری خلک موډلو نجونو ته په ښه سترګه نه ګوري. رویا د موډلینګ تر څنګ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی دی.

یوه بله موډله دیانا ادیب ده چې دوه کاله مخکې یې دغې برخې ته مخه کړه وایي نه شي کولی په اسانۍ له کوره ووځي ځکه چې په وینا یې “زما مسلک د طالبانو له خوا ګناه ګڼل کیږي.”

دیانا وايي، مخکې له دې چې طالبان واک ترلاسه کړي، دغې ډلې دوی ته د مرګ ګواښونه کړي وو: “ما او نورو موډلو نجونو په ۲۰۲۰ کال کې په کابل کې د موډلینګ له یوه پروګرام وروسته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او انس حقاني د ټویټر له لارې په مرګ وګواښلو او اوس چې دغه ډله په واک کې ده، زه د خپل راتلونکي او د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمنه یم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه