ويب ډیسک
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ترافیکو پوليسو د راينلينډ پلاټينټ ايالت کې يو موټر ودراوه او په موټر کې سپاره کس پرې ډزې وکړې.
په دې پېښه کې يوه ۲۹ کلن نارينه پوليس او يوه ۲۴ کلنه ښځینه پوليسه وژل شوې ده.
پوليس وايي د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.
په سيمه کې سړکونه بند دي، پوليس وايي يو مشکوک کس تښتېدلی او له خلکو غوښتل شوي چې لاروی موټر ته پورته نه کړي.
د سیمه ييزو رسنيو د راپورله مخې کله چې پوليس د پېښې ځای ته ورسېدل، ښځينه افسره لا دمخه مړه شوې وه او همکار پوليس يې وروسته ساه ورکړه.
تراوسه چا د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.


