لیکنه : داودجبارخیل
یو کال مخکې د هرات په ولایت کې پرلهپسې او مرګبار زلزلو د زرګونو کورنیو ژوند وران کړ. ګڼ شمېر کسان مړه شول، زرګونه کورونه ونړېدل او لسګونه زره ماشومان بېسرپناه پاتې شول. نن، له هغې ویجاړونکې پېښې یو کال تېر شوی، خو لا هم د خلکو ستونزې پای ته نه دي رسېدلې.
بېسروزو وعدې، نیمګړې مرستې
د زلزله ځپلو کورنیو شکایت دا دی چې نړيوالې ادارې او د افغانستان سرپرست حکومت یواځې د مرستې وعدې کړې، خو عملي ګامونه ډېر لږ پورته شول. ډېر کسان د سرپناه، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي سر ټکوي.
د زلمي فاروقي کیسه؛ یو پلار د غم په لمبو کې
زلمی فاروقي، د هرات د زندجان ولسوالۍ د نایب رفیع د کلي اوسېدونکی، ۳۵ کلن سړی دی. هغه څلور اولادونه لرل، خو په زلزله کې یې دوه لوڼې چې عمرونه یې ۱۰ او ۱۵ کاله وو، له لاسه ورکړې. د هغه کلي په بشپړ ډول د زلزلو له امله نړېدلی دی.
زلمی په رپېدونکي غږ او د اوښکو ډک سترګو رسنیو ته وویل:
“تقریباً هره شپه د خپلو لوڼو خوب وینم، دا راته یو نه ختمېدونکی کابوس ګرځېدلی.”
هغه وايي، د کور، سامان او د ژوند د ټولو اسانتیاوو له لاسه ورکولو وروسته ورته یوازې د نوم لپاره کورونه جوړ کړل شوي دي:
“نه دېوال لري، نه اوبه، نه برېښنا، نه تشناب. ژمی په درشل کې دی او موږ توان نه لرو چې د خپلو کورونو شاوخوا دېوالونه جوړ کړو.”
د ماشومانو د ژوند ګواښ
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې یوازې په هرات کې لا هم ۹۶ زره ماشومان د زلزلو له اغېزو سره مخامخ دي. دا اداره ټینګار کوي چې د ماشومانو او ښځو حالت ډېر خراب دی او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف د راپور پر بنسټ، په تېرو دولسو میاشتو کې:
له یو میلیون څخه زیات کسان د روغتیايي ټیمونو او مرستو له لارې د درملنې او پاملرنې تر پوښښ لاندې راغلي،
شاوخوا ۲۱ زره او ۶۰۰ کسانو ته پاکې اوبه برابرې شوې،
او د ۲۵ زره کسانو لپاره د تشنابونو اسانتیاوې نصب شوې دي.
یو ناڅرګند راتلونکی
د هرات خلک وايي، د نړیوالو او حکومت د نیمګړو هڅو له امله دوی لا هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي. د ماشومانو راتلونکی د بېسرپناهۍ، بېښوونځۍ او بېدرملۍ له ګواښ سره مخامخ دی.
یو کال وروسته هم، د زلزلو هغه ټکانونه یوازې د ځمکې په رپېدو نه، بلکې د خلکو په زړونو کې د تلپاتې زخمونو په بڼه پاتې دي.


