دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

ژور خپګان

لیک: سمیع الله پښتون
ژور خپګان ته په دری کې افسرده‌ګي وایي، هغه حالت دی چې اخته کس په دوامداره توګه د یو ډول غم او خپګان احساس کوي او نشي کولای خپل ورځني ژوند او کارونو ته په ښه او عادي توګه ادامه ورکړي.

په افغانستان کې په ژور خفګان د اخته کسانو شمېر دقیق نه دی معلوم، د عامې روغتیا وزارت په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څو کاله وړاندې ۳ میلیونه څخه زیات ښوولی و، خو اوس کېدای شي دا شمېر ډېر نور هم پورته تللی وي.
هر کال په ټوله نړۍ کې سل ګونه زره انسانان خپل ژوند د ژور خپګان له امله له لاسه ورکوي.
هغه کسان چې په ژور خفګان اخته وي، لاندې نښې نښانې پکې لیدل کېږي:
– له کومې ځانګړې ستونزې پرته تل خپه او مایوسه وي.
– ګوښه‌والی او یوازیتوب خوښوي (نه غواړي چې د خلکو سره ډېره ناسته او ولاړه ولري).
– ناهیله او ناامیده وي او د بې‌ارزښتۍ احساس کوي.

– ژر غوسه کېږي.
– خوب یې ګډوډ وي.
– په اشتهاء او خوراک کې ګډوډ وي (یعنې یا له حده زیات خوراک کوي او یا هم، ډېر بې اشتهاء وي.
– جنسي میل یا قوه یې ډېره کمېږي.
– راتلونکي ته هیله‌مند نه وي او خپل راتلونکی بد او تیاره ویني.
د ژور خفګان ځینې مهمې نښې نښانې:

اول: هیجاني او انګېزشي نښې
په ژور خفګان اخته کسان معمولا:
– خپه، ناهیلي، پرېشانه او زړه‌توري وي.
– ژر ژاړي او ژړا یې دوامداره وي.
– په ژور خفګان اخته کسان معمولاً بې انګېزې وي مثلاً: خپله علاقه د هغو کارونو له کولو چې مخکې به یې ترې خوند اخیست له لاسه ورکوي.

– یوازیتوب خوښوي او وايي چې نغواړي له خپله ځایه وښوري.
جنسي تمایلات یې هم ډېر زیات کمېږي.

دویم: شناختي نښې نښانې
– په ژور خپګان اخته کسان معمولاً خپل ځات بې‌ارزښته او بې‌ګټې احساسوي او فکر کوي چې مرګ یې د نورو په ګټه ده او د ځانوژنې په هکله فکر کوي.
– ذهني ګډوډۍ لري، تصمیم نشي نیولی، غلط او منفي فکر لري.

درېیم: فیزیولوژیکي نښې نښانې
– د اشتهاء او وزن تغیرات (ممکن له پخوا څخه کم او یا زیات خوراک وکړي، ډنګر او یا هم چاغ شي)
– په خوب کې بدلون (په ژور خپګان اخته کسان معمولا نشي کولای راحت خوب وکړي ژر ژر را ویښېږي) او ځینې یې بیا له حده زیات خوب کوي او بیا هم د ستړیا او خسته‌ګۍ احساس کوي.
– د ښځو په میاشتني عادت کې تغیرات؛ چې په ژور خفګان اخته ښځو میاشتنی عادت له معمول څخه زیات دوام کوي. دې ته ورته نورې نښي نشانې هم لري.

له پورتنیو نښو نښانو څخه که یو څوک په یو وخت کې ۴ یا ۵ ولري؛ نو موږ ویلی شو چې نوموړی شخص په ژور خفګان اخته ده؛ خو دا پرېکړه باید اروا پوه له خپلو څېړنو وروسته وکړي.

هر هغه څوک چي په دې ناروغۍ اخته وي او غواړي چي درملنه یې وشي او د حل لاري ورته ولټوي.
ډیفریشن یا ژور خفګان اصلا د کمۍ د احساس څخه عبارت دی یعنی مریض شخص د کمۍ، حقارت او مایوسۍ احساس کوی.
ډیفریشن یو خطرناکه حالت دی چی په دماغ کی د کیمیاوی تغیراتو له امله منځ ته راځي.
څېړنو ښودلې چی ځینط عوامل د ډیفریشن سبب کېږی، چې عبارت دي له:
– په عمومي ډول دوه عوامل دي چې یو یې؛
فقدان یا لاسه ورکول Failure))
ځینې بدې تجربې یا پېښې لکه: د دندې له لاسه ورکول یا هم د یوه خپل یا دوست مړینه او داسې نور….
۲. ماتې (loss)

لکه په ازموینه کې ناکامېدل یا هم هغه چاته چې مینه ورسره لرې د واده لپاره په قناعت ورکولو کې نه توانیدل…..
او همدا رنګه ځیني نور لاملونه لکه:
ارثیت، د وجود د هورمونونو تغیرات، د ځینو درملو کارونه لکه: رزرپین یا هم ځیني نور درمل چې د ویني لوړ فشار د درملنې لپاره کارول کېږی، د امیدوارۍ ضد درمل هم کولای شي د مغز د سروتنیونو کچه راټیټه کړي، چې په نتیجه کې یې ژور خفګان رامنځته کېږي.

درملنه
د درملنې لپاره اړینه ده، چې ناروغ کس یوه اروا پوه مشاور ته ورشي؛ خو په ټولیزه توګه د لاندې ذکر شويو ټکو په نظر کې نیول کولای شي موږ سره د روحي ناروغیو په درملنه کې مرسته وکړي:
۱. له یوازیتوب څخه ځان ساتل او د ښو او مثبتو ملګرو سره ناسته ولاړه.
۲. چکر او تفریح کول

۳. ورزش کول د هر ډول رواني ناروغیو په درملنه کې خورا مرسته کوي.
۴. دوامداره مطالعه او د قرآن کریم تلاوت انسان له هرې رواني ناروغۍ څخه ساتي.
۵. مثبت فکر کول

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه