ویب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایی چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۰ طالبان ووژل او ۹۲نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۶۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، خوست، غزني، لوګر، مېدان وردګ، زابل، کندهار، ارزګان، هرات، بادغیس، بلخ،جوزجان، تخار هلمند، بغلان ،بدخشان او کابل ولایتونو کې وژل شوی او ټپيان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


