یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد قطر امیر: نړيواله ټولنه دې راتلونکی نړیوال نظام وڅېړي

د قطر امیر: نړيواله ټولنه دې راتلونکی نړیوال نظام وڅېړي

ويب ډیسک

د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د مارچ په ٢٦مه نېټه د دوحې په شلم فورم کې ويلي، چې د اوسني نړيوال نظام توازن د بدلون په حال کې دی او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې جدي دريځ ونيسي او راتلونکی نړيوال نظم دې وڅېړي.

نوموړي ويلي، چې د دویمې نړیوالې جګړې او سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د اوسني نړیوال نظام توازن د بدلون په حال کې دی او په امنیتي کچه له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارې د ستونزو د هوارۍ لپاره فضا په کمیدو ده.

هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې « نړۍ به په کوم ډول نوي نسل ته پاتې شي» ويلي، چې موږ باید د نویو وسلو څېړلو او توليدولوږ او د جګړې پیلولو نظرونه شا ته وغورځوو او شخړې او لانجې باید په سوله ییزو لارو حل کړو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه