یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيممبرسازي د هر ګوند، تحريک د ملا تير دی

ممبرسازي د هر ګوند، تحريک د ملا تير دی

لیکنه : ډاکټر انور داوړ

ممبرسازي د هر سياسي ګوند، تحريک يا ټولنيز تنظيم بنسټ او د ملا تير دی. بې له منظم او فعال غړو، تحريک يوازې يو نوم او لوګو پاتې کېږي، نه يو اغېزناک ځواک. هر ګوند يا تحريک د خپلو ممبرانو په ژمنتيا، فعال ګډون او په نظم ولاړ وي او د هغوی په شتون کې يې غږ او اثر زياتېږي. د خلکو شمېر د ګوند ، تحريک د ځواک اصلي سرچينه ده، ځکه څومره چې غړي زيات وي، هغومره د تحريک غږ قوي او د ټولنې په وړاندې اغېزناک کېږي. حکومتونه، ادارې او نور سياسي قوتونه هغه تنظيم جدي نيسي چې شا يې فعال، منظم او ژمن خلک ولاړ وي.

 

ممبرسازي ګوند او تحريک ته نظم او ترتيب ورکوي. د غړو جوړښت څرګندوي چې څوک برخه اخلي او څوک مسؤليت لري، د ذمه واريو وېش روښانه کوي او ګډوډي له منځه وړي. د تنظيم په درلودو سره تحريک او ګوند په منظمه توګه خپل اهداف تعقيبوي او په ټولنه کې خپل پيغام په اغېزناک ډول خپروي. هر رکن يوازې غږ نه دی، بلکې د ګوند يا تحريک ملاتړی، ساتونکی او د ستونزو په وخت کې د ثابت قدم ملګری دی. د غړو وفاداري ګوند يا تحريک ته قوت او ژمنتيا ورکوي، او د سختو حالاتو پر وړاندې د هغې ثبات تضمينوي.

 

ممبرسازي د رهبرۍ لپاره هم بنسټ جوړوي. راتلونکی مشران له فعالو ممبرانو څخه منځ ته راځي او د هغوی د فعال ګډون، ژمنتيا او مهارتونو په اساس غوره او ټاکل کېږي. ښه فعالان د تحريک او ګوند د راتلونکي مشرانو او تنظيم کوونکو په توګه راڅرګندېږي، چې په دې ډول تحريک تل نوی ژوند ترلاسه کوي او خپل اهداف ته رسېږي.

 

غړي ګوند يا تحريک ته مالي او اخلاقي ملاتړ هم ورکوي. ډېری تحريکونه د خپلو ممبرانو په مرستو او چندو چلېږي، چې دا مالي خپلواکي تحريک د بهرنیو فشارونو او سياسي لاسوهنو پر وړاندې يې ساتنه کوي. هر تحريک چې د خپلو غړو ملاتړ لري، په ټولنه کې خپل مشروعيت او اعتبار تثبيتوي. ثبت شوي، منظم او ژمن غړي تحريک ته قانوني او ټولنيز وزن ورکوي. خلک، رسنۍ او حکومتونه هغه تنظيم جدي نيسي چې شا يې فعال غړي ولاړ وي.

 

تحريکونه په شعار نه، بلکې په انسانانو ژوندی پاتې کېږي. که غړي او ممبران ونه لري، تحريک ورو ورو کمزوری کېږي او د وخت په تېرېدو سره يې اغېز او شتون يې له منځه ځي او مړ کېږي. ممبرسازي د تحريک روح دی، هغه ته شکل، ځواک، دوام او اعتبار ورکوي او د هغې د غږ د رسېدو لار پرانیزي. هر اغېزناک، باوقاره او ژوندی تحريک د خپلو ممبرانو په ژمنتيا، فعال ګډون او وفادارۍ ولاړ دی. د خلکو ګډون د تحريک د پرمختګ او بقا تضمين دی، ځکه چې بې له انسانانو هېڅ تنظيم خپل هدف ته نه رسېږي.

 

ممبرسازي يوازې شمېر نه دی، بلکې د تحريک د ژوند، تنظيم، ځواک او دوام سرچينه ده. دا د تحريک د عملي کولو، د رهبرۍ روزنې او د ټولنې پر وړاندې د مشروعيت ترلاسه کولو لار ده. تحريکونه هغه وخت بريالي کېږي چې خپلې ژمنې، خپل غږ او خپل نظم د خپلو غړو د فعال ګډون سره يوځای کړي. د يو تحريک لپاره ممبران يوازې غړي نه دي، بلکې د هغې د ژوند، قوت او راتلونکي ضمانت دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه