دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیګار افغانستان کې خپل فعالیت پای ته رسوي.

سیګار افغانستان کې خپل فعالیت پای ته رسوي.

ویب ډیسک

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار اعلان کړی، چې تر ۱۷ کلن فعالیت وروسته به په رسمي ډول خپل ماموریت پای ته ورسوي.

یادې ادارې تېره شپه ناوخته ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مه به یې وروستۍ کاري ورځ وي.

سیګار په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا د دې لپاره تاسیس شوې وه، څو په افغانستان کې د امریکا د مرستو او بیارغونې پروژې او ماموریتونه وڅاري.

سیګار د خپل فعالیت پر مهال په ځلونو د اداري فساد، درغلیو او د مرستو د ناوړه استفادې راپورونه او د افغان دولت د چارواکو په وینا، ادعاوې خپرې کړې دي.

دې ادارې له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د سیګار له خپلواک څارنیز کار سره یې همکاري کړې ده.

معلومات ښيي، چې تر دې وړاندې د سیګار مشر له کانګرس غوښتي وو، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کموالي له امله دې د یادې ادارې ماموریت پای ته ورسول شي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې وړاندیز کړی و، چې له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته دې د افغانستان لپاره د مرستو د څار مسوولیت د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID ته ورکړل شي.

سیګار ویلي، امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د دغه هېواد تر ټولو لوی تمویلونکی و او یوازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره یې شاوخوا ۳،۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه