ويب ډیسک
د میانمار پر سیاسي مشرې آنګ سان سوچي د مالي فساد د تورونو تر ثابتیدو وروسته، هغه په پنځه کاله بند محکومه شوې ده.
پوځ چې تیر کال یې د یوه منتخب حکومت تر نسکولو وروسته واک په خپل لاس کې ونیوه د سوچي پر ضد یې د مالي فساد څو دوسیې ثبت کړي دي. خو دا لومړی مورد دی چې دغې سیاستوالې ته سزا اورول کیږي.
سوچي د ینګون له ایالتي لومړي زویر څخه د بډو په توګه د ۶۰۰ زره ډالرو او ۱۱ کیلوګرامه سرو زرو په اخیستلو تورنه وه. فیو مِن تهین، چې یو وخت د سوچي نږدی ملګری و، د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې شاهدي ورکړې وه چې هغه دغه پيسې سوچي ته سپارلې وې. د نوې پریکړې په شمول تر اوسه پورې د میانمار دغې پخوانۍ لومړۍ وزیرې ته د ۱۱ کاله بند سزا اورول شوې ده.


