دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتين: روسيه به د ستراتيژيک ګواښ پر وړاندې چټک غبرګون وښيي

پوتين: روسيه به د ستراتيژيک ګواښ پر وړاندې چټک غبرګون وښيي

ويب ډیسک

کريملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په ۲۷مه نېټه ويلي، که څوک وغواړ‌ي له بهر څخه په اوکراين کې د روسيې په روانو ځانګړو پوځي عملياتو کې لاسوهنه وکړي او یا هم د روسيې لپاره ستراتيژيک ګواښ وګرځي، نو روسیه به د برېښنا پړک په شان چټک ځوابي بريدونه ورکړي.

پوتين په همدې ورځ د هيواد د تقنينې کميټې په غونډه کې ويلي، چې روسيه داسې ځوابي توان لري، چې نور هيوادونه ترې عاجز دي او په لازم وخت کې به يې وښيي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه