سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍله ځمکې ۷۰ سلنه لویه اوبه لرونکې سياره کشف شوه

له ځمکې ۷۰ سلنه لویه اوبه لرونکې سياره کشف شوه

ويب ډیسک

د امريکا فضايي اداره (ناسا) وايي چې د TESS فضايي تلېسکوپ په مرسته يې يوه نوې سياره کشف کړې چې په اوبو پوښلې ده او له ځمکې ۱۰۰ نوري کاله واټن لري.

د ناسا د معلوماتو له مخې دغه سياره د ځمکې په پرتله ۷۰ سلنه لويه او له لمر څخه کوچني د يو ستوري پر مدار څرخېږي.

د ناسا په راپور کې راغلي، چې دغه سياره په هرو ۱۱ ورځو کې د خپل ستوري شاوخوا ته څرخي او له همدې ستوري رڼا هم ترلاسه کوي.

ناسا وايي، د دې سيارې په هکله د نورو معلوماتو لپاره به د جېمز وېب تلېسکوپ هم وکاروي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه