سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سپټمبر ۱۱مې قربانيان نشي کولای د افغانستان بانک شتمني ترلاسه کړي.

د سپټمبر ۱۱مې قربانيان نشي کولای د افغانستان بانک شتمني ترلاسه کړي.

ويب ډیسک

د نيويارک په منهاټن کې يوې قاضۍ ساره نيټبورن ويلي دي، چې د سپټمبر ۱۱مې قربانيان د دې اجازه نلري چې د افغانستان بانک په ميلياردونو ډالره شتمني ترلاسه کړي.

ساره نيټبورن وايي، هغه کسان چې د طالبانو ښکار شوي، کلونه کلونه يې د انصاف لپاره مبارزه کړې او دوی مستحق دي.

نيټبورن ويلي، د افغانستان بانک د دې محکمې له محدوديتونو خوندي دی.

څه موده وړاندې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو يو شمېر کورنيو، په يوه ليک کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني افغانانو ته ورکړي، ځکه چې په دې هېواد (افغانستان) کې بشري ناورين دوام لري.

د دې ليک لاسليک کوونکو، په ټينګار سره ويلي چې افغانان له انساني ناورينه زورېږي او دغه پيسې د افغانستان د خلکو پورې اړه لري او هر ډول ګټه اخيستل ترې له قانوني اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه تېروتنه ده.

د امريکا ولسمشر د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان د ۷ ميليارده ډالرو د شتمنۍ د بندېدو فرمان صادر کړ چې له مخې يې د دې شتمنۍ نيمايي برخه پيسې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين د رسېدنې لپاره او پاتې نيمه برخه يې د سپټمبر يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړې شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه