ویب ډیسک
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم د کرکټ نړیوالې شورا سره خبرو کې له هند سره نننۍ لوبې ته د پوره چمتووالي خبره کړې.
بلخوا د هند کرکټ ملي لوبډلې هم له پاکستان سره لوبې ته د پوره چمتووالی ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېره ورځ د اسیا کپ لومړۍ سیالي له سریلانکا څخه وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي وکړای شول چې د آسیا کپ سیالیو په لومړۍ لوبې کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلي ته د اتو ویکټو په توپیر ماته ورکړي.
د افغانستان دوهمه لوبه د بنګله دېش په وړاندې ده.


