ويب ډیسک
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د نن ورځې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او ۳ طالبان یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور ادعا کوي چې ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د دوی د غړو لخوا پېژندل شوی او تر وژل کېدو وروسته یې بدن کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودېدلي.
خو کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي، چې د دوشنبې د ورځې له چاودنې څخه دغه روغتون ته دوه تنه وژل شوي او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.


