یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان نه سیریز تر ګټلو وروسته راشد خان دا یوه لویه لاس...

پاکستان نه سیریز تر ګټلو وروسته راشد خان دا یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده.

ويب ډیسک

له پاکستان څخه د لومړي ځل له پاره د شل اوریزو لوبو د سیریز تر ګټلو وروسته راشد خان دا یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده. د افغانستان د کرېکټ لوبډلې چې مشري یې راشد خان کوي په دوهمه پر له پسې لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه. دا لومړی وار دی چې افغانستان له پاکستان څخه يو سیریز یا د لوبو لړۍ ګټي.

د دوهمې لوبې تر ګټلو وروسته راشد خان په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې تل یې هڅه دا وي چې لوبغاړي ښه وځلیږی او هیواد ته ویاړونه راوړي.

که څه هم په تیرو وختونو کې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د لوبډلو ترمنځ اوږه په اوږه سیالۍ شوي دي خو افغانستان په ډیر کم توپیر لوبې بایللې دي.

په دوهمه لوبه کې پاکستان د ټاس یا پچې تر ګتلو وروسته په خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۰منډې وکړې. افغان توپ اچونکي د لومړۍ لوبې په څیر ښه وځلیدل او خپله سیاله ډله یې زیاتو منډو جوړولو ته پرې نه ښوده. په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د ۱۹ اور په پنځم توپ پوره کړ او دغه سیریز یې په خپل نوم کړ. د دې سیریز وروستۍ لوبه به نن کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه