دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کابل کې د نجونو د تعلیم یو فعال مطیع الله ویسا...

په کابل کې د نجونو د تعلیم یو فعال مطیع الله ویسا نیول شوی

ويب ډیسک

د ښاغلي ویسا مشر ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته تائید کړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې ورور د جومات څخه د وسلې په زور پرته له کوم دلیله نیولی او نامعلوم ځای ته یې د ځان سره وړی دی. عطالله ویسا زیاته کړه چې طالبانو یې ورور د کابل پنځمې حوزې خوشحال مېنې د (ویس کریمي) جومات څخه نیولی او وړی دی.
ښاغلي ویسا زیاته کړه، ” زما ورور مطیع الله ویسا د مازدیګر په پنځو بجو جومات ته تللی و. د لمانځه څخه وروسته کله چې هغه بهر ته راووت، د طالبانو دوه موټر راغلل، هغه یې زولانه کړ او د ځانه سره یې یوړ. معلومه نده چې کومې خوا ته یې وړی. مسؤلیت د هغوي (طالبانو) دی”.

دې دواړو وروڼو عطالله ویسا او مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې د قلم لار په نامه ټولنه په افغانستان کې جوړه کړه چې د فعالیت ډیر تمرکز یې د پوهنې په برخې کې دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه