دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد بريتانيا پوليس په صدراعظمۍ ماڼې کې د ځينو غونډو پلټنه کوي

د بريتانيا پوليس په صدراعظمۍ ماڼې کې د ځينو غونډو پلټنه کوي

ويب ډیسک

د بريتانيا پوليسو د جنورۍ په ۲۵مه نېټه ويلي، چې دوی د صدراعظمۍ ماڼۍ د تېرو دوو کالونو د هغو غونډو پلټنه کوي، چې ښايي د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له اړوندو مقرراتو څخه پکې سرغړونه شوې وي.

د لندن د پوليسو مشر ويلي، چې بريتانويانو د صدراعظمۍ ماڼۍ دغو غونډو ته پاملرنه کړې او د دې هېواد د کابينې دفتر څار ډلې هم په دې اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د لندن پوليس غواړي، چې د صدراعظمۍ ماڼۍ او حکومتي دفترونو د هغو فعاليتونو او غونډو پلټنه وکړي، چې په تېرو دوو کالونو کې يې ترسره کړې دي.

پولیس وايي، چې په دغو غونډو او فعاليتونو کې ښايي د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه شوې وي.

د بوريس جونسن په حکومت کې مخکې هم د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له مقرراتو څخه د سرغړونې ځينې کړنې رسنيزې شوې وې.

د بريتانيا د يوه ارګان د سروې څه باندې نيمه برخه مرکه منونکي په دې اند دي، چې بوريس جونسن دې دندې استعفا وکړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه