دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهظریفه غفاري د ښځو د ړدکړو په اړه ا،ا،ا مشر ته د...

ظریفه غفاري د ښځو د ړدکړو په اړه ا،ا،ا مشر ته د مناظرې چېلنج

لیکنه: ظریفه غفاري

توکل مې پر خدای، نن زه ستاسو عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ الحدیث والقرآن مولوي صاحب هیبت‌الله (حفظه‌الله) ته د افغانستان د ملي تلویزیون په پرده د پل خشتي د جومات له ممبر نه د اسلامي نړۍ د ګڼو علماوو په حضور کې د افغانو نجونو د اسلامي حقونو اړوند د ژوندۍ مناظرې چلنج ورکوم.

که یې ماته کړم، خون مې دربښلی، هملته مې په دار کړئ، که مې مات کړ، حد اقل بیدار شئ، د ورکو ارواح ګانو په نوم خطبې بندې کړئ، په نا اشنا رهبرانو پسې د پسونو په څېر په ښکته سر مه روانېږئ!

پوهېږم چې له دې چلنج سره به د کفارو، ملحدینو، سیکولرو او د دین د بدناموونکو په صف کې حساب شم؛ خو حقیقت دا دی چې زه اسلام نه، بلکه تاسو یې ښه په خرپ بدناموئ، ځکه زه ستاسو د میندو او آن ستاسو د اکثریت نیمه بې سواده پلرونو نه هم ډېره دیني پوهه لرم، قرآن مې تر آتلسو کالو په ښکته عمر کې حفظ کړی دی، په ګڼو هغو احادیثو او اسلامي تاریخ کې مطالعه لرم چې د ښځو په هکله دي.

رابه شو دې ته، چې تاسو کومه خانه لرئ!؟
تاسو خدای وشرموه چې دروغ به ویاست! له شپږو کلیمو مو یوازې هغه آسانه یې نده زده چې سړی په مسلمانیږي؟ لمونځ په تجوید لوستلی شئ؟ یا یې په مانا پوهېږي؟ د قرآن په مانا ستاسې پوهېدنه خو د (ط) ټکی کړې؛ خو د اسلام په نامه او د دین لپاره مسلمانانو ته ښکنځل مو نام خدا ښه زده دي او بده یې دا چې ډېر ژر خلک له اسلامه هم باسئ. غوره مثال یې تر همدې پوسټ لاندې تبصرې دي.

ښا اوس نو وجدان قاضي کړئ او ووایاست چې د بشر د پیدایښت په تاریخ کې، کوم ملت په ورکو رهبرانو پسې اقتدا کړې ده؟ له مشریکینو، یهودو، نصاراوو، ورپسې زموږ تر ستر پیشوا حضرت محمد ص یې راواخله او د ننۍ اسلامي نړۍ په رهبرانو یې ختمه کړه، چې کوم رهبر ملت ته په وینا کې څټ ور اړولی دی؟ آیا دا د اصحابو کرامو خاصه ده؟ انبیاوو ورته کردار کړی؟ علماوو، فقهاوو او مجتهدینو کړی او که شیطانانو؟

واضح ده، چې موږ پسونه یو، په ورکو رهبرانو پسې هم روانېدای شو، ولو که رهبران مو د شيطان په جامه کې هم پټ وي؛ نو موږ به ولې د شرعې، عرف او انساني غوښتنو خلاف په یوه پټ مخي او ورک رهبر پسې نه روانېږئ او ولې به په ظریفه غفاري د کافرې حکم نه کوو!

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه