دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بنو په کاشو پُل سیمه کې یوه کس خپل څلور بچي...

د بنو په کاشو پُل سیمه کې یوه کس خپل څلور بچي وژلي او وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده.

ويب ډیسک

۲۸ کلن اقلیم‌الله چې ویل کېږي ذهني توازن یې سم نه ؤ، خپل څلور بچي ۹ کلن اویس، ۷ کلن ابوزر، پنځه کلنه مریم او ۳ کلن صفیان یې په ډزو وژلي دي.

د ماشومانو مور شازیه بي بي په لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې د پېښې پر وخت کور کې نه وه او وروسته خبر ورکول شوی دی.

هغې زیاته کړې چې مېړه یې له څه وخته تر عصبي درملنې لاندې ؤ.

پولیسو د پېښې له ځایه یوه تمانچه او ګڼ شمېر مرمۍ ترلاسه کړي دي.

#Bannu #Pakhtunkhwa

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه