یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد وايي، ا،ا،ا له ننګونو سره مخ دي

خلیلزاد وايي، ا،ا،ا له ننګونو سره مخ دي

ويب ډیسک

‏د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، داعش په افغانستان کې یو ګواښ پاتې دی او دا به ولیدل شي چې ایا ت.البان به وکولای شي چې دوی له منځه یوسي.

خلیلزاد وايي، طالبان له ننګونو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، تاجیکستاني سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته داخل شي او له داعش سره یو ځای شي.

‏هغه هیله ښودلې، چې ګاونډیان په ځانګړې توګه تاجیکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش ترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي.

‏خلیلزاد د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس د کلنۍ ارزونې ته په اشارې ویلي، امریکا او طالبان د داعش-خراسان پر وړاندې ګډ منفعت لري.

د امریکا د استخباراتو راپور چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې خپور شو، په کې ویل شوي، داعش اوس هم د لویدیځ پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو اراده لري.

له دې وړاندې هم یو شمېر جګپوړو امریکايي ډيپلوماتاتو افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی ؤ.

واشنګټن پوست په یوه تازه راپور کې راغلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځالې بدلېدونکی دی.

#Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه