یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمودخان اڅکزی وايي: نړۍ دې د انجونو د زدکړو په بهانه افغانستان...

محمودخان اڅکزی وايي: نړۍ دې د انجونو د زدکړو په بهانه افغانستان باندې د برید بهانې نه لټوي

راپور : عبدالکریم 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لورې د پښین ښار تاج لالا لوبغالي کې یوه پراخه غونډه ترسره شوه یادې غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وینا وکړه .

محمود خان اڅکزي خپله وینا کې د افغانستان په هکله خپلو خبرو کې وویل چې طالبان به مهرباني وکړئ او اعلان دې وکړئ لویه جرګه دې راوبلي چې افغانستان او اولس له بله خلاص کړي.

ښاغلي محمود خان اڅکزی زیاته کړه چې طالبان دې پاکستان ته ووايي چې د پولې هغه خوا ته خپله حکمراني کوه پولې دې خوا ته مونږ خپل کار کوؤ تاسو د مونږ په چارو کې لاسوهنه مه کوئ او له دې سره سم طالبان دې خپل نور د افغانستان ګاونډیانو سره دا خبره وکړي.

محمود خان اڅکزي نړۍ ته خبرداری ورکړ چې د انجونو د زدکړو د بندیز په بهانه دې افغانستان باندې بیا د برید بهانې نه لټوي او نه دې په زور حکومتونو ړنګوي . هغه زیاته کړه چې مونږ به طالبانو ته ووایو چې د انجونو د زدکړو لپاره دې ضمینه مساعده کړي.
له دې سره سم محمود خان اڅکزي وویل چې امریکا دې د افغانستان ګنګل کړل شوې شتمنۍ خلاص کړي دا شتمنۍ د چا شخصي شتمنۍ نه دي .

ښاغلي اڅکزي خپله وینا کې زیاته کړه چې پاکستان زمونږ هېواد ده او پاکستان له ستونزو سره مخ ده ، یوه څو ججان لیوني شوي وايي ټاکنې دي وشي ،ټاکني داسې اسان کار نه ده او مونږ يي پر ضد نه یو خو لومړی دې قامي سوال حل کړل شي. هغه وویل چې پاکستان کې چې کله لومړي ټاکنې وشوې نو پښتنو ،بنګالیانو او بلوڅو قامي سوال ته رایې ورکړې او پنجاب او سند لوږې ته .

مجیب الرحمن ټاکنې وګټلې بهټو نه منلې پر ضد يي لاریونونه پیل شول او ترڅ کې يي پاکستان مات شوو نو مونږ دا وایو چې قامي سوال دې حل شي او بیا دې ټاکنې وشي،او د پښتنو ایالت به جوړوي .
محمود خان اڅکزي وویل چې که څوک پاکستان جوړول غواړئ نو داسې آئین به جوړوي چې ټول قامونه په کې برابر وي .

محمود خان اڅکزي په بلوڅانو غږ وکړ که صوبه چلول غواړې نه په ورورګلوي به ئي راسره چلوې که نو مونږ خپل ایالت جوړو او په زور يي جوړوو او دا زمونږ د سیاست محور ده .

هغه وویل چې خان شهید د پښتنو صوبې لپاره ۱۹۳۴ کې فرنګي ته په خپل عدالتي بیان کې وویلي چې زه خپله د پښتونخوا صوبه غواړم او د دې خبرې ملاتړ قائد اعظم محمد علي جناح او ګاندهي هم کړی وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه