ويب ډیسک
اروپايي ټولنې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د طالبانو لخوا د یو بل بندیز لګول له بشردوستانه او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمیسیون ویاندې نبیلا مسرالي ویلي، چې موږ پر خپلو مرستو د طالبانو د دې پرېکړې اثر په هکله ارزونه کوو.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو هم دغه حکم غندلی او ویلي یې دي چې د طالبانو له مشرتابه سره د ناستې په لټه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر تحصیل له بندیز څو ورځې وروسته تېره ورځ په کورنیو او بهرنیو نا دولتې ادارو کې د ښخو د کار بندولو امر کړی.


