ويب ډیسک
افغانستان لپاره د جرمني سفارت وايي، په کورنيو او بهرنيو غير دولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کاري بندیز اړوند د طالبانو اقدام ظالمانه دی.
دغه سفارت ويلي، نړۍ او ټول بشريت د دې کار مخالف دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اونۍ په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصيل بنديز اعلان کړ.
افغانستان کې د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو تازه محدوديتونو او پرېکړو پراخ غبرګونونه راپارولي او د سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو له لوري دغه تصاميم محکوم شوي دي.


