دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد امریکا حکومت د عافیه صدیقي د رحم غوښتنه رد کړی دی.

د امریکا حکومت د عافیه صدیقي د رحم غوښتنه رد کړی دی.

ويب ډيسک

د امریکا په زندان کې د بندې ډاکټرې عافیه صدیقي وکیل عمران شفیق د اسلام اباد لوي څارنوال ته خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د عافیه صدیقي د رحم غوښتنه رد کړی دی.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد لوي څارنوالی جج جسټس سردار اعجاز اسحاق خان د عافيه صديقي د امريکي جيل نه د خوشي کولو په اړه د غوښتنې اوريدنه وکړه.

د غوښتنې کوونکي وکيل څارنوالی ته وويل د امريکې حکومت په ليکلې توګه خبر ورکړی چې د عافيه صديقي د غوښتنه درخواست رد شوی دی.

د اورېدنې په مهال د ډاکټر عافيې خور ډاکټر فوزيه صديقي او د هغې امريکې وکيل کلائيو سمېټ هم د ويډيو تړوني له لارې عدالت ته حاضر شول.

عافیه صدیقي دا مهال د امریکا د ټکساس ایالت په یوه فدرالي زندان کې په ۸۶ کاله بند محکومه ده.

هغه په ۲۰۱۰ کې د نیویارک فدرالي محکمې لخوا د متحده ایالاتو اتباعو د وژنې د هڅې په ګډون په اوو جرمونو محکوم شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه