یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد کرکټ نړیوالې شورا د کال په غوره لوبډله کې درې افغان...

د کرکټ نړیوالې شورا د کال په غوره لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم شامل شوي دي

ويب ډيسک

 

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن جمعه د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د تېر ۲۰۲۴ ز کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یولس کسیز نوملړ خپور کړی دی چې درې افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.

 

په اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان لخوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر اخستل شوي دي.

 

دغه راز په دې لوبډله کې څلور سریلانکايي، درې پاکستاني او یو د ویسټ اینډیز لوبغاړي شامل شوي دي.

 

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر اساس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر زیږدیز کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره لاسته راوړنې درلودې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه