صادق خان : د پاکستان ۴۵۰۰ بورسونه ته شل زره افغانانو نوملیکنه کړې

0
194

ویب ډیسک

افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي، پاکستان چې د افغان زده کوونکو دپاره کوم ۴۵۰۰ بورسونه يا سکالرشپونه اعلان کړي، د دغو بورسونو ترلاسه کولو دپاره ۲۰,۸۶۰ زده کوونکو چې پکې ۵۰۱۵ نجونې دي، په ازموينه کې د برخې اخستو دپاره نومليکنه کړې ده.

پاکستان د تېرکال جولايۍ په مياشت کې د افغان زده کوونکو دپاره د علامه اقبال په نوم د درېم پړاو دا بورسونه اعلان کړي وو، ياد بورسونه د طب يا مېډېسن، اينجينيرۍ، کرکيلي يا کرنې او منېجمنټ او کمپيوټر ساينس د زده کړو دپاره ورکول کيږي.

محمد صادق ویلي، د بورسونو فزيکل او انلاين ازموينې به په 25مه او 26مه جنورۍ يعنې سبا د خالي، شنبې او اتوار، يکشنبې په ورځ اخستلی کيږي.