ويب ډیسک
افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د استازو او د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او مدني ټولنې د غړو له غونډې هرکلی وکړ.
ښاغلي کرزي د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۴ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا غونډه په هېواد کې له شته ستونزو د وتلو لپاره مثبت ګام دی.
د افغانستان د پخواني جمهور رئیس په وینا بین الافغاني هوکړه چې د ولس اراده پکې تمثیل وي، په هېواد کې د سولې او ثبات یوازینۍ لار ده.


