یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزموږ د زوال دوه لوی لاملونه، زموږ سياست او سياسي فريضه:

زموږ د زوال دوه لوی لاملونه، زموږ سياست او سياسي فريضه:

لیک : سالیمن خپلواک

زموږ د زوال، د غلامۍ او د سقوط تر ټولو لوی لاملونه د ادارو او محکمو نه شتونوالی او له نړۍ سره ډپلومېسي نه لرل يا نه پرېښودل.

غازي امان الله چې په اقتدار کې راځي نو د اصلاحاتو نخښه يې د ادارو او محکمو جوړيدل او په جديد طرز چلول وو. بيا چې کله خدای خدمتګار تحريک پيل کېږي نو اول کار پر ادارو کوي يعني خپل سکولونه پيل کوي. بيا په حکومت کې هم دغه کار پر مخ وړي او بغير حکومت هم د باچا خان ټرسټ له لارې دغه کار مخ په وړاندې وړي.

همداسې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ټول ژوند د ادارو جوړوو په خاطر تېر شو. ژوند ليک يې لوی ثبوت دی.

د خان شهيد او باچاخان بابا د فصل محمود مخفي صاحب نظم په هر ځای کې او په خاص توګه په خپل ژوند ليک يادول د ادارو د جوړولو د ارزښت ثبوت دی.

«خدايه داسې وخت به راشي
چـــــې زموږ جهاز به هم وي
لکـــه باز بــه پـــه هــوا شـي
پــــه ترخو اوبو بـــه سم وي»
– مخفي صاحب

پښتونخوا مېپ خپله ټوله انرژي د ادارو پر جوړولو وقف کړې. د عبدالرحيم مندوخېل صاحب د سېنټ ټول ريکارډ ګوا دی چې هغه د ادارو جوړولو ته څومره وخت ورکړی.

حتی په اتلسم ترميم کې يې کردار او کرامت له چا پټ نه دي. همداسې د عثمان لالا په سېنټ کې هلې ځلې د ادارو د پاره وې.

بلې خوا ته که موږ وګورو دښمن همېش زموږ پر ادارو او محکمو تېری کړی.

له کيف سېکټري څخه يې راواخله چې د څوکۍ مقصد يې بل هيڅ نه دی بس حکومت کار ته نه پرېږدي. نظام يې ټول مفلوجه کړی وي.

د پښتونخوا مېپ په تېر شوي مخلوط حکومت کې يې محمود خان اڅکزی دې ته مجبور کړ او د اسمبلۍ پر فلور يې د هغه وخت چيف سېکټري سيف الله چټه خلاف احتجاجي بيان ريکارډ کړ.

زموږ ټولې محکمې مفلوجه دي. د کار خلک، ملتپاله خلک، زړور خلک، پوه خلک کار ته نه پکې پرېږدي. او له سره يې ادارې داسې وړاندې کړي او سټرکچر يې داسې خراب کړی چې په هغه کې ټولنې، ولس، ترقي، پرمختګ ته هيڅ ګنجایش نه پکې جوړېږي.

ځکه زموږ د ملتپاله او ولسي ګوندونو نظر همېش د ادارو پر جوړولو وي.

چې ادارې پنځوست سلنه جوړې شوې نو زموږ مسله بغير د څه پرتشدد عمل ختم شوې. سياست مانا دغه ده چې که په حکومت کې‌وې که نه وې ټول کار له ادارې جوړولو او ژغورلو ته کېږي.

د نجکاري خلاف زموږ د ملتپالو او ولسي ګوندونو مبارزه هم د دغې مقالې يو ژوندی ثبوت دی.

موږ بايد په دې ځان پوه کړو چې د افغانستان د سقوط يو لوی لامل د ادارو نه شتونوالی وو. ادارې نه وې بلکې د افرادو او قبيلو اجاره داري وه. احساسه او غټې څوکۍ د موروثيت ښکار وې. نتيجه تاسو وليده‌ چې په يو شپه کې يې ټولې ادارې په ګونډو کړې.

سياسي ګوندونه که په هر تحصيل او کونسل کې و هرې محکمې ته د پنځو ښه ټېکنيکل کارکنانو يو يونټ و لري او محکمه داسې راويښه کړي او ملګرتيا يې وکړي لکه په جنوبي پښتونخوا کې موجوده محکمه ځنګلات او ځنګلي حيات چې کار پيل کړی.

باور مې دی چې له موږ سره به ټېکنيکل خلک هم ډېر شي، د کار له وګړو به کار هم واخلو، سياست به تش د ارټس تر زدکونکو نه وي محدود. د هرې ټيکنالوژۍ او فن والا به زموږ په ګوندونو کې خپل اهميت و لري. د د‌ښمن پر ځای به له ملتپاله ګوندونو سره کار پيل کړي. موږ ته جنګ نه بلکې سياست کول په کار دی لکه ګاندي جي او مجيب الرحمن چې وکړ. دا به زموږ سياست او سياسي فريضه وي.

که ادارې و نه لرو نو همېش به مو د ترقي او خپلواکي ولونه د بل په لاس کې وي. او که چري څوک په خيرات کې خپلواکي راکړي هم موږ به يې تر سره و نه رسوو ولې چې رحيم صاحب وايي موږ ته تر اذادۍ لمخه د تنظيم او ادارو ارزښت دی. هغه په دې چې جديد رياستونه بغير د جديد ادارو بقا نشي موندلی.

(ډپلومېسي ځان ته په مضمون کې را غونډېږي په بل ليک کې.)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه