ويب ډیسک
د اوکراين د فاع وزارت د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکا
وسلې د اوکراين پلازمينې کيف ته ولېږدول شوې.
په دې بيانيې کې ويل شوي، دغه وسلې چې
وزن يې ۹۰ ټنه او پکې تباه کوونکي وسلې هم شاملې دي، د اوکراين په ختيځ کې به ځای
پر ځای شي او د اړتيا په صورت کې به وکارول شي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا کانګريس
پروسږ کال پرېکړه وکړه، چې اوکراين سره به د ۶۵۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت پوځي
مرسته وکړي. امريکا له ۲۰۱۴م کال راهيسې اوکراين سره د دوه ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو
امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي.


