دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهساکايان څوک و؟

ساکايان څوک و؟

لیک : صفیه حلیم

دوه نيم زره کاله پخوا کله چې انسانانو د اوسپنې په دوره کې ژوند کوو نو د تورې بهيرې او د قفقاز د غرونو منځ پراخه سيمه په يوناني ژبې کې د “سيتيا” په نوم پېژندل کيده.

دا د اوسني اوکراين خاوره وه چې پکې کوچاني قبايلو ژوند کوو ” سيتيان” نومېدل.

دوي د اسونو سپرلي کوله، د ښکار او د جنگ لپاره به يې د غشي او د ليندۍ نه کار اخيستو. د دې خلکو هديرې په اوکراين او جنوبي روس کې موندل شوي دي او پکې داسې توکي پراته و چې د يو پرمخ تللي ښاري ژوند ښکارندوي و.

په ځينو سيکو او په ډبرو د ساکاي باچاهانو په سر داسې تاج يا ټوپۍ (خولۍ) وي چې څوکه لري.
د لرغونو “ساکاي” قامونو په اړه د هيروډوټس په تاريخونو ۴۴۰ ق م نه هم معلومات راپاتې دي.

خو هغه د ختيځ د ساکايانو په اړه د ډير څه نه خبر نه و. دې واي چې لرغونې پارس ټول ستهيان د ساکايانوپه نوم يادول.

مهمه قبيله يې د شاهي ساکايانو وه چې لويه برخه زمکه يې په لاس کې لرله. د ده د معلوماتو تر مخې ساکايان د “ماساگټاي” خلکو سره وجنگيدل خوبريالي نشول او د قهر نه يې خپل کورونه پريښودل، اراکسيس(ارال) سيند نه پورې ولاړل او د سوميريا خاورې کې ورداخل شول.

د يونان، پارس او هند په لرغونو ليکنو کې ياد شوي څلورنومونه خپلو کې سره ورته دي، چې “سيتيان، سکودره، سغديه او ساکا” دي. د ساکا نه علاوه نور ټول نومونه د اسيريانو د “اسکوز” او د يونان د “سکوتيز” تورې د هندي اروپاي ريښيې لري چې اصل يې ” سکيود ” دې.

دا د ويشتلو او د غشي ويشتونکي مانا ورکوي. ساکا په زړې پارسې کې گرځيدو او تلو ته واي نو ځکه دا امکان دې چې د ټولو کوچيانو لپاره دا نوم کاريدو.
خو د پارس نه علاوه دا تورې په چين کې هم کاريدو او هلته يې ” ساي” نومولو. دا څرگنده نه ده چې هغوي دا نوم له کومې اخستې و.

داسې ښاي چې د ” ساکاي او د سيتهين تورې د يوې لوې ډلې کوچيانو لپاره کاريدل. په انجيل کې يو ځاې د ساکايانو زکر شوې دې او هلته دوي د وحشي خلکو په نوم ياد شوي دي.

د ساکايانو دوه لرغونې لوې قبيلې چې پخپلو کې يې اړيکي ساتلې وې د لويديځ “سرمتيان” او د ختيځ “اميرجيان” نوميدل. د څلورم او اووم ق م پېړيو کې د اوسني مرکزي ايشيا په خاوره نور کوچيانې قبايل چې د پارس هخاميني واکمنو سره جنگېدل او دوي وحشي او “ساکا” په نوم يادول.

د اوسني ايران په ختيځ کې د سيستان او د افغانستان جنوب د پخواني ساکستان له دې کوچيانو پخواني مېشت ځايونه گڼل کېږي.

د ساکايانو نوم د ډېرو نورو قامونو لپاره هم کارول شوې دې چې کړه وړه يې د دوي په څېر و او په کومه خاوره چې دوي مېشت شول او کوچانې ژوند به يې پرېښودو نو هغه به “ساکستان” نوميده.

په شبرغان کې د “طلا تپې” توکي د ” ساکاي ” قبيلې د يو شته من ټبر نښې په گوته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه