یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه کانګو کې د کرسمس په ورځ یوه رستورانت کې ځانمرګي برید...

په کانګو کې د کرسمس په ورځ یوه رستورانت کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ويب ډیسک

د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې چارواکي وايي د بني ښار په يوه ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي وي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي پوليس وتوانېدل چې د رستورانت ودانۍ ته د بريدګر د ننوتو مخه ونيسي خو وايي هغه په دروازه کې چاودنه وکړه.

چارواکي د دغه بريد پړه د متحدې ديموکراتيکې ډلې (ای ډي اېف) په غړو وراچوي.

دا يوه اسلامپاله ده چې ځان د داعش يوه څانګه بولي. خو تراوسه د دغه بريد مسوليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د کرسمس په ورځ په ټوله نړۍ کې ډېری عيسويان د حضرت عيسی عليه السلام د زوکړې ورځې لمانځي او دلته په دې رستورانت کې هم ۳۰ تنه په دې تړاو راټول شوي وو.

د رسنيو د راپورونو له مخې د بريد پر مهال ماشومان او ځايي چارواکي هم په رستورانت کې وو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه