د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کابل کې د رادار لومړۍ اډه د نصبولو لپاره تصفیه شوه.

0
101

ويب ډیسک

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کابل کې د رادار لومړۍ اډه د نصبولو لپاره تصفیه شوه.

د یادې ادارې په وینا، د رادارونو لومړۍ محموله افغانستان ته راورسېده او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته وسپارل شوه.

د ۱۱۲ میلیونه یورو په ارزښت په ټول هېواد کې د رادار وسایلو نصبول له فرانسوي شرکت ټیلس سره قرارداد شوی دی. د دې قرارداد له مخې به په کابل، بلخ او هرات ولایت کې به ۲۰۲۳ کال په پای کې د فازونو کې نصب شي.

تمه ده د رادار دغه ۱۲ سایټونه چې د هوایي حریم کنټرول سیستم لري په ۱۲ کې نصب شي.