یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍايران د يورانيومو د غني‌ کولو کچه ۶۰ سلنې ته نه لوړوي

ايران د يورانيومو د غني‌ کولو کچه ۶۰ سلنې ته نه لوړوي

ويب ډیسک

د ايران ملي‌ ټليویزيون د ډسمبر پر ۲۵مه نېټه خبر ورکړ،‌ چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي وويل، ايران نه غواړي چې د يورانيومو د غني‌ کولو کچه ۶۰ سلنې ته لوړ‌ کړي.

نوموړي‌ وويل، چې د ايران ذروي پروګرام هدف دا دی،‌ چې د خپل هېواد د صنعتي‌ توليد او د مشتريانو ځانګړې تقاضا پوره کړي.

د ايران ټول ذروي فعاليتونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ له اړوندو مقرراتو سره سمون لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه