پخواني پاچا ظاهر شاه دوهمه لور شهزادګۍ مریم نعیم د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه.

0
93

ويب ډیسک

د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه دوهمه لور شهزادګۍ مریم نعیم د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه.

 

د مریم نعیم زوی جنرال نادر نعیم د هغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې تېره شنبه د ډیسمبر ۲۵مه د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

 

ښاغلي نعیم د مور د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

 

د شهزادګۍ مریم جسد نن یکشنبه په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.