ويب ډیسک
برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ترکمنستان د نړیوالې انرژۍ پروژې مشر مراد ارتیکوف د برېښنا د قانوني او تخنیکي چارو د ګړندي کولو په موخه کابل ته راغلی دی.
دغه شرکت نن دوشنبه د جنورۍ ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برشنا مشرتابه د ترکمنستاني پلاوي سره د برېښنا پروژې د قانوني او تخنیکي کارونو د ګړندي کولو په اړه خبرې وکړې.
د برشنا اجراییه رییس حفیظ محمد امین په یوه اعلامیه کې ویلي چې ترکمنستان په هېواد کې د برېښنا په پروژو کې د “ښه شریک” شرکت دی.


