د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ادعا کړې چې په کویټ کې یې د امریکا پر څو پوځي مرکزونو تازه بریدونه کړي دي.
د دغو ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د کویټ د علي السالم هوايي اډې اړوند امریکايي پوځي تاسیسات په نښه شوي دي. د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې د پوځي تجهیزاتو یو لوی ګودام، د «پېټریاټ» توغندیز دفاعي سیستم او د «MQ-9» بېپیلوټه الوتکو یو ساتنځای زیانمن شوی دی.
سپاه پاسداران دا هم ادعا کړې چې د العدیري په نوم پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ودانۍ او د دوو چورلکو ساتنځایونه هم په نښه شوي، چې له امله یې چورلکو او بېپیلوټه الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د مخابراتو یو برج هم په نښه شوی، او دا اقدام یې پر ایران د امریکايي بریدونو پر مهال د مخابراتي مرکزونو د زیانمنېدو غبرګون بللی دی.
تر اوسه د امریکا یا د کویټ چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د سپاه پاسداران یادې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


