د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د هرات ولایت په اوږدو کې د ټاپي د ګاز نللیکې د جوړولو په پروژه کې کار دوام لري او تر اوسه د پروژې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات په ۱۵۳ کیلومتره مسیر کې ۱۲۷ کیلومتره برخه چمتو شوې او د ۱۰۶ کیلومتره په اوږدو کې د ګاز نللیکه غځول شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پروژې د څارنې لپاره ۱۰۸ کیلومتره سړک جوړ شوی، د ۷۸ کیلومتره په اوږدو کې د کیندنې چارې بشپړې شوې، ۳۶ کیلومتره نلونه تر ځمکې لاندې ایښودل شوي او ۹۸ کیلومتره نور نلونه د پروژې لومړي کمپ ته لېږدول شوي دي.
وزارت دا هم ویلي چې په هرات کې د طبیعي ګاز د وېش شبکې د جوړولو لپاره له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. د وزارت په وینا، یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د وزارت د شمېرو له مخې، که یاده پانګونه عملي شي، درې زره کسانو ته به مستقیم او نږدې اویا زره نورو ته به په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه، د وزارت په وینا، دا مهال ۵۹۵ افغانان د تاپي پروژې په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي.
وزارت ویلي، د پروژې له بشپړېدو وروسته به د طبیعي ګاز د رسېدو له امله د صنعت، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د فعالیتونو د پراختیا امکانات رامنځته شي.


