عزیزي انرژۍ شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وسایل برابر کړي

0
31

د افغانستان د اقتصادي چارو د ریاست‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د عزیزي انرژۍ شرکت له مشر میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ډلې سره د انرژۍ د پروژو د پرمختګ په اړه لیدنه کړې ده.

د اقتصادي چارو د ریاست‌الوزرا د مرستیال دفتر د معلوماتو له مخې، میرویس عزیزي ویلي چې شرکت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي وسایل اخیستي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې چې شرکت پلان لري په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره یو لوی روغتون هم جوړ کړي او د دې پروژې عملي چارې به ژر پیل شي.

په غونډه کې د اړوندو دولتي ادارو او د عزیزي انرژۍ شرکت د استازو ګډې تخنیکي کمېټۍ د خپلو ترسره شویو کارونو راپور هم وړاندې کړ.

د راپور له مخې، د کابل د نغلو په سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه، د پروان د باریک‌آب په سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه او د غزني په ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژو د امکان‌سنجۍ چارې بشپړې شوې او د برېښنا د پېرلو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

کمېټې ویلي، د دغو پروژو عملي کارونه پیل شوي دي. همدارنګه په تخار کې د سکرو پر مټ د ۱۶۵ مېګاواټه، په بغلان کې د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید، د نغلو او غزني د برېښنا فرعي سټېشنونو د جوړولو او د تره‌خېل څخه تر صنايع سبز پورې د برېښنا د لېږد مزي د غځولو په اړه تخنیکي خبرې روانې دي او تمه ده چې ژر وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

تخنیکي کمېټې د پروژو د چټک پلي کېدو لپاره خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د کمېټې د کارونو هرکلی وکړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې پاتې چارې د دوو اوونیو په موده کې بشپړې کړي او د پرمختګ راپور د اقتصادي چارو دفتر ته وسپاري.

هغه د غونډې په پای کې د عزیزي انرژۍ شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ټولې پروژې دې په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت له معیارونو سره سمې بشپړې شي.