افغانستان او ازبکستان د رېل پټلۍ د همکارۍ او سوداګریز لېږد د پراختیا پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

0
28

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د رېل پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراخولو، د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د توکو د لېږد د زیاتوالي او سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلي، د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د رېل پټلۍ ادارې له مشر ظفر نظرلوف سره وکتل.

د افغانستان د ټولګټو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغان ـ ټرانس رېل پټلۍ پروژې د عملي کېدو د امکان ارزونې د پیل، د هرات ـ مزارشریف د رېل پټلۍ د سروې او د امکان ارزونې د اسنادو د سپارلو، د رېل پټلۍ د تاسیساتو او نویو زېرمتونونو د جوړولو، د حیرتان ـ مزارشریف د رېل پټلۍ په څلورم بندر کې د فرعي رېل لیکو د جوړېدو او د حیرتان له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتولو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د ټولګټو وزارت زیاتوي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د همکارۍ پراختیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور لا پیاوړی کړي، سیمه‌ییزه اقتصادي همکاري به وغځوي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه به لوړه کړي او افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه مهم سوداګریز او ټرانزیټي دهلېز په توګه لا پیاوړی کړي.