د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې نه د امریکا تر اغېز لاندې راځي او نه هم د ګواښونو ژبه زغمي.
هغه دا څرګندونې د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
عراقچي وویل، ایران له روسیې او چین سره خپلې سلا مشورې په دوامداره توګه پر مخ وړي او هر کله چې فرصت برابر شي، له دغو هېوادونو سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.
د نوموړي په وینا، د سولې د خبرو د پرمختګ پر وړاندې اصلي خنډ د امریکا تګلاره ده.
هغه ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي په اړه د ایران ملي ګټې د هېواد له اساسي اصولو څخه دي او تهران به د هغو ساتنې ته ژمن پاتې شي.
عراقچي زیاته کړه، تر هغو چې د ایران د خلکو هغه غوښتنې او موخې چې مشروع ګڼل کېږي، نه وي پوره شوې، ایران به د خپلو دریځونو او هڅو دوام ورکړي.


