هوا حالات؛ په بلوچستان کې د جولای له ۲۴ تر ۲۷مې د باران، تندر او تېزو بادونو اټکل

0
87

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د بلوچستان د بېلابېلو سيمو لپاره د جولای له ۲۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې د باران، تندر او تېزو بادونو اټکل کړی او اړوندو ادارو ته يې د چمتووالي سپارښتنه کړې ده.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د معلوماتو له مخې، ژوب، شېراني، کوهلو، سِبۍ، نصيراباد، جهل مګسي، جعفراباد، صحبت پور، ډُکي، هرنائي، لورلايي، بارخان، موسیٰ خېل، خضدار، ډېره بګټي، آواران، پنجګور، کيچ او شاوخوا سيمو کې په ځينو ځايونو کې د سختو ورښتونو احتمال شته.

ادارې خبرداری ورکړی چې تېز بادونه او تندر ښايي کمزورې ودانۍ، د برېښنا ستنې، اعلان‌پاڼې او لمريزې برېښنا تختې زيانمنې کړي. همدارنګه، د زياتو ورښتونو له امله په غرنیو خوړونو او ويالو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

پي ډي اېم اې له خلکو غوښتي چې د سخت باران او بادونو پر مهال په خوندي ځايونو کې پاتې شي. بزګرانو ته هم سپارښتنه شوې چې خپلې کرنيزې چارې د وروستيو هوايي وړاندوينو له مخې تنظيم کړي.