د پاکستان پوځ: ټانک کې پر ګډې امنیتي پوستې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

0
88

د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په یوه ګډه امنیتي پوسته کې د برید له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، په وژل شویو کې ۱۲ پوځیان، دوه پولیس او د ځنګلونو پخوانی دولتي کارکوونکی شامل دي.

د پوځ د بیان له مخې، برید د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې شوی دی. ویل شوي چې وسله والو لومړی هڅه وکړه امنیتي پوستې ته ننوځي، خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. د پوځ په وینا، په نښته کې ۱۵ بریدګر هم وژل شوي دي.

د بیان له مخې، وروسته بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له دېوال سره وجنګاوه، چې د زورورې چاودنې له امله د پوستې ودانۍ ته سخت زیان واوښت او ګڼ امنیتي کسان ووژل شول.

پوځ ویلي چې د سیمې د بشپړ پلټنې او لټون عملیات روان دي، څو که نور وسله وال موجود وي، وموندل شي. همدارنګه یې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات دوام ولري.

د دې برید په اړه د خپلواک سرچینو له خوا د پوځ د ادعاوو پخلی نه دی شوی.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم پوځ ویلي وو، د بنو ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۴ وسله وال وژلي دي.

همدارنګه د روان کال د مې میاشتې په ترڅ کې د بنو د فتح خېل پر پولیسي پوستې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.