د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په مانجهي خېل سیمه کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ګډه امنیتي پوسته د موټر بم برید شوی، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او لږ تر لږه اووه نور ټپیان شوي دي.
د ټانک د پولیسو ویاند ابراهیم خان ویلي، برید هغه مهال وشو چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې له ودانۍ سره ولګېد، چې په پایله کې یې ودانۍ په بشپړه توګه ونړېده. د نوموړي په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال هم شته.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، له چاودنې وروسته د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هم رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې درې بریدګر وژل شوي دي.
بل لور ته، د ټانک ولسوالۍ ادارې اعلان کړی چې د امنیتي تدابیرو له امله به د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پر مهمو لارو د موټرو تګ راتګ بند وي او د رنول بازار به هم تړلی وي.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا په سوېلي سیمو، په ځانګړي ډول ټانک، بنو او لکي مروت کې، په وروستیو میاشتو کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو هدفي عملیات روان دي.


