د خيبر په باړه کې د باران له امله د کور چت نړېدلی، دوه ماشومان مړه او يو کس ټپي شوی

0
80

د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د باړې په اکاخېل سيمه کې د سخت باران پر مهال د يوه کور د خونې چت نړېدلی، چې له امله يې دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغوی پلار لږ ټپي شوی دی.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، پېښه د باړې د اکاخېل، مېرې خېل للمه په سيمه کې شوې ده. ويل کېږي، د ذخې خېل قبيلې د يوه اوسېدونکي د کور چت د باران پر مهال راولوېد، چې له امله يې د هغه دوه کم عمره زامن تر خاورو او ملبې لاندې پاتې شول او مړه شول. د ماشومانو پلار هم په دې پېښه کې لږ ټپي شوی دی.

بل لور ته، د خيبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د وروستي راپور له مخې، د جولای له ۱۹مې نېټې راهيسې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۲۲ کسان مړه او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د ادارې په وينا، په مړو شويو کې ۹ نارينه، ۳ ښځې او ۱۰ ماشومان شامل دي، او همدارنګه ۳۷ کورونو ته جزوي يا بشپړ زيان اوښتی دی. په ټپيانو کې ۱۱ نارينه، ۵ ښځې او ۷ ماشومان شامل دي.