امریکا وايي د ایران پر ضد یې د پرله‌پسې ۱۳مې شپې بریدونه کړي

0
84

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران پر ضد یې د پرله‌پسې دیارلسمې شپې پوځي عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې د ایران د پوځ یو شمېر مهمې پوځي موخې په نښه کړې دي.

د سینټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د پوځي قوماندې مرکزونه، د بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو ځایونه، مخابراتي شبکې، د ساحلي څار مرکزونه او سمندري پوځي وړتیاوې هدف ګرځول شوې دي. د یادې قوماندانۍ په خبره، عملیات د ځایي وخت له مخې د سهار له پنځو بجو لږ مخکې پای ته رسېدلي دي.

سینټکام ادعا کړې چې د دغو بریدونو موخه د ایران هغه وړتیا کمول دي چې د سیمې له سمندري لارو د تېرېدونکو ملکي او سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ رامنځته کوي. د امریکا پوځ دا هم ویلي چې، د ایران د وروستیو بریدونو سره سره، نړیواله سمندري لاره لا هم د بېړیو پر مخ پرانیستې ده او سوداګریزې بېړۍ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي.

بل لور ته، د یمن حوثي ډلې د یوې بلې مهمې سوداګریزې سمندري لارې د تړلو ګواښ کړی دی. په ورته وخت کې د هرمز تنګي د وضعیت له امله د نړیوالو انرژۍ بازارونو اندېښنې زیاتې شوې او د برېنټ خام نفتو بیه له شپږ سلنې څخه په ډېره لوړه شوې او نږدې ۱۰۰ ډالرو ته په هر بېرل رسېدلې ده.

د امریکایي اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، ایراني دولتي رسنیو د قشم او بندرعباس په سیمو کې د چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه د اندیمشک، امیدیه او فیروزآباد په شاوخوا سیمو کې هم د چاودنو راپورونه خپاره شوي دي.

په همدې حال کې د عراق لومړي وزیر علي الزیدي تهران ته د خپل سفر پر مهال د کړکېچ د کمېدو او خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د هغه دفتر ویلي، عراق به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د ایران پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې سیمه د مخ پر زیاتېدونکې شخړې پر لور روانه ده. هغه ټینګار کړی چې د روان کړکېچ د هواري یوازینۍ لار ډیپلوماسي او خبرې اترې دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که په خلیج او شاوخوا سیمو کې بېړیو او سوداګریزو توکو ته زیان واوړي، د تاوان د ورکړې لپاره به د ایران کنګل شوې شتمنۍ وکارول شي. هغه دا څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې کړې دي.