د خیبرپښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای له ۲۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د باران، تندو بادونو او تندر اټکل کړی او اړوندو سیمهییزو ادارو ته یې د چمتووالي خبرتیا ورکړې ده.
د ادارې د اټکل له مخې، په چترال، دیر، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره او اېبټاباد په ګډون غرنیو سیمو کې د غرونو د ښویېدو احتمال شته. همدارنګه په حساسو سیمو کې د خوړونو، ویالو او موسمي سیندونو د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اندېښنه هم څرګنده شوې ده.
د پي ډي اېم اې ویاند ویلي، تند بادونه او برېښنايي تندرونه ښايي ولاړو کرنیزو فصلونو، کمزورو ودانیو، د برېښنا ستنو، لوحو او لمریزې برېښنا تجهیزاتو ته زیان ورسوي.
ادارې سیمهییزو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په حساسو سیمو کې د خونديتوب لازم ګامونه پورته کړي، د سیندونو، ویالو او خوړونو څارنه دوامداره وساتي، مهمې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې وساتي او د هر ډول بیړني حالت لپاره د ژغورنې ډلې پر وخت چمتو کړي.
پي ډي اېم اې له خلکو هم غوښتنه کړې چې د بارانونو پر مهال له بېاړتیا سفرونو ډډه وکړي، د سیندونو او خوړونو غاړو ته له تګ او د سېلابي اوبو له اوښتو ځان وساتي. همدارنګه سپارښتنه شوې چې ماشومان له خوړونو، ولاړو اوبو او ژورو کندو څخه لرې وساتل شي.
ادارې کروندګرو ته هم سپارښتنه کړې چې د خپلو فصلونو د خونديتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر خپل کړي او مالداران دې د باران او تندو بادونو پر مهال خپل څاروي خوندي ځایونو ته ولېږدوي.


