د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که سعودي عرب د ابراهیمي تړون غړیتوب خپل نه کړي، نو امریکا به ورسره د ملکي اټومي همکارۍ هوکړه ونه کړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وویل، د سعودي عرب ګډون په ابراهیمي تړون کې د امریکا او ریاض ترمنځ د اټومي همکارۍ لپاره یو اساسي شرط ګڼل کېږي.
هغه د ایران په اړه هم وویل، تر اوسه یې پر ایران د پراخو بریدونو د ترسره کولو یا نه ترسره کولو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د نوموړي په وینا، له تهران سره خبرې روانې دي او ایراني چارواکي د پخوا په پرتله په خبرو کې زیات جدي چلند څرګندوي.
ټرمپ زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې دوام لري او د ده په باور د ایران دریځ ورځ تر بلې جدي کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې ټرمپ د سعودي عرب له ملکي اټومي پروګرام سره د همکارۍ وړاندیز تایید کړی و، خو د دغه تړون عملي کېدل لا هم د امریکا د کانګرس تصویب ته اړتیا لري.
د هغه د مخکیني دریځ له مخې، په دې احتمالي هوکړه کې به سعودي عرب ته د یورانیمو د بډاینې اجازه نه ورکول کېږي او اټومي پروګرام به یوازې د سولهییزو او ملکي موخو لپاره کارول کېږي. همدارنګه ټرمپ ټینګار کړی و چې د دې هوکړې له مهمو شرطونو څخه یو هم د سعودي عرب د ابراهیمي تړون غړیتوب دی.


